Pashto Poetry

















Comments

  1. Th Be-parwaah Ghundy Janan Ye Khabar Shwe Yama.
    Sta Na Khpal Zaan Ratolawom Marawar Shwe Yama,

    Rasha Zama Da Baghawat Da Jazby Zor Oweena,
    Nor Darta Nh Goram Janana Sabar Shwe Yama.

    Us Dh Parhar Parhar Jwand Fikar De Pakhpala Kawa,
    Sta Ph Shaki Shaki Sochuno Parhar Shwe Yama.

    Ph De Bar'banda Zamana Ke, Ph Dawoos Mahol Ke,
    Sta Farikhto Th Sirf Zh Ph Nazar Shwe Yama.

    Sta Dh Khpalwaano Dh Khero Asar Ph Maa Onasho,
    Sta Dh Dua Ph Waja Nan Dar Ph Dar Shwe Yama.

    Zh Imdad Khayl Bh Nor Dh Meene Nama Wanhlama,
    Meena Bala Dh Zh Dh Meene Munkar Shwe Yama.

    ReplyDelete
  2. بیا وروستو ترینه جوړه څه ګیله نه شی جانانه
    په هیره رانه هیره ستا نامه نه شی جانانه

    پوښتنه مي دٙ غیر غمازه کړه کله نه کله
    سړه زمونږ دَ میني دا جذبه نه شی جانانه

    دا دومره په خواږه ژبه رقیب سره خبري
    یریږم چرته شپي له دي میلمه نه شی جانانه

    وریځي راخوري شوي، هرطرف توري تیاري شوي
    خبري لنډي لنډي کړه، شیبه نه شی جانانه

    خبري دَ هرچا ځکه په دروند زړګی اوړمه
    بندیان دی دَ الله، الله خفه نه شی جانانه

    خبر دَ امدادخیال چرته په هیره باندي اٙخله
    دَ هجر په سکروټو سره لمبه نه شی جانانه

    امدادالله خیال

    ReplyDelete
  3. ځما په شونډو لاس ایږدۍ وائۍ نشي مه کوه
    خائسته ځوانی برباده وي په ځان نخري مه کوه

    جانانه ځوان ئي ډیر بلا یاران دوستان اوساته
    خو دامي واوره چه د کوره بهر شپي مه کوه

    لالي ناپوهه دي وړوکي دي بس پوهه به شې
    وخت ماځیګر دي موري ته ورته خیري مه کوه

    دَ خیا کرښه مي له کوره خامخا ورانه وی
    دَ کور خبري مي جانانه په حجري مه کوه

    بس دي اوده شه، نیمه شپه ده نور ئي مه یاده وه
    دَ چا دَ غمه امدادخیاله شوګیري مه کوه

    امدادالله خیال


    ReplyDelete

Post a Comment

Popular posts from this blog